۰

روسیه کې یوې چاودنې ۸۰ کسان ټپیان کړي دي

یکشنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۹
راپورونه وايي، د روسیې په درزژینسک ښار کې د بمونو او نورو نظامي مهماتو د تولید په یوه فابریکه کې درنه چاودنه شوې ده.
روسیه کې یوې چاودنې ۸۰ کسان ټپیان کړي دي
راپورونه وايي، د روسیې په درزژینسک ښار کې د بمونو او نورو نظامي مهماتو د تولید په یوه فابریکه کې درنه چاودنه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه چاودنې د شدت له امله د فابریکې په څو کیلومترۍ کې تر ۱۸۰ پورې کورونه زیانمن شوي دي.

د چاودنې له امله کابو ۸۰ تنه ټیپیان شوي او د مهماتو د دغه فابریکې څو مهم مرکزونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.

چارواکي وايي، د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی او د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي