سیمه ییز چارواکي وايي، فراه ولایت کې د یوه مهم او غښتلي قوماندان په ګډون ۳۰ وسله وال مخالفین له جګړې لاس په سر او د سولې له بهیر سره یو ځای شول.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وسله وال د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او مخورو په هڅونه د سولې پروسې سره یو ځای شوي دي.
د فراه د پولیسو ویاند محب الله محب
جمهور خبري آژانس خبري آژانس ته و ویل، چې په تسلیم شویو کسانو کې د پرچمن پخوانۍ امنیه قوماندان او د ملي امنیت پخوانی مدیر عبدالظاهر هم شامل دي.
دغه کسانو یو میل هاوان، یک میل توپ، یو میل زیکویو، درې میله پیکاه، یو میل راکټ، ۲۶ میله کلاشنکفونه، ۷ عرادې رنجر موټر او ځینې نور مهمات د پرچمن امنیه قوماندانۍ ته وسپارل.
جمهورخبري آژانس:فراه