۰
د حکومت د سیاسي مشروعیت د تشې کنفرانس:

غني پر قدرت ایمان راوړی خو باید څنډې ته شي

پنجشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۶
د حکومت د سیاسي مشروعیت د تشې کنفرانس ګډونوالو یو ځل بیا د غبرګولي له اولې حکومت غیر مشروع وباله او د غني د لرې کېدو غوښتنه یې وکړه.
غني پر قدرت ایمان راوړی خو باید څنډې ته شي
د حکومت د سیاسي مشروعیت د تشې کنفرانس ګډونوالو یو ځل بیا د غبرګولي له اولې حکومت غیر مشروع وباله او د غني د لرې کېدو غوښتنه یې وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کنفرانس نن پنشنبې د غبرګولي ۹ مه د جمعیت ګوند د اجرائیه رییس عطامحمد نور د سیاسي دفتر له خوا په لار اچول شوی وو.

د کنفرانس ګډونوال د ولسمشرۍ ځینې نوماندان او یو شمېر سیاسي او بانفوذه څېرې وې، چې ځینو نوماندانو او ګډونوالو اوسني حکومت غیر مشروع وباله او ویې ویل غني پر قدرت ایمان راوړی خو باید څنډې ته شي.

دوی ټینګار درلود، چې د غبرګولي له لومړي نېټې راوروسته د ولسمشر غني د واک دوام غیر قانوني دی او باید نور واک پرېږدي.

د ولسمشرۍ یو نوماند احمد ولي مسعود و ویل، د حکومت له غیر قانوني عمر څخه ۹ ورځې تېرېږي خو په لجاجت وايي پنځه میاشتې نور هم وخت لري.

د هغه په وینا حکومت چې په پنځو کلونو کې څه کار ونه شوی کړای څنګه کولیشي په پنځو میاشتو کې پاتې کارونه بشپړ او سر ته ورسوي.

مسعود زیاته کړه، چې حکومت له دولتي امکاناتو په ګټنې هڅه کوي، پر افغان ولس یوه بله د فشار او اختناق دوره رادبره کړي.

ښاغلي مسعود و ویل ستره محکمه د ولسمشر د دندې د اوږدولو صلاحیت نه لري، دا بنسټ باید خپله دغه کړنه روښانه کړي، که نه هېواد به یو بل بحران ته ولاړ شي.

نوموړي پر ولسمشر غني غږ وکړ، چې په ټاکنو کې د شفافیت په خاطر دې یا له نوماندۍ تېر حکومت ته دې دوام ورکړی، یا دې حکومت پرېږدي او که نه وي ولس به د یوې لویې ملي اجماع له لارې دغه موضوع پرې ومني.
 
دغه راز د افغانستان د خلکو د همسبستګۍ ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني و ویل، چې دا غلته خښته د پخواني ولسمشر کرزي د حکومت په تمدید سره اېښودل شوې ده او اوس ولسمشر غني هم د هغه په پله پل اېږدي او دا غیر قانوني کار کوي.

ده و ویل، چې د رڼو ټاکنو لپاره د موقت حکومت رامنځ ته کېدل اړین دی او باید دا کار وشي.

د کنفرانس بل ګډونوال سید محمد علي جاوید و ویل«هرڅوک قدرت خوښوي، خو جناب اشرف غني پرې ایمان راوړی دی او کلک پرې سرېښ دی.»

هغه زیاته کړه، چې د ولسمشر غني د کار دوام پرته له فقر، بدبختۍ، فشار او ناامنیو پرته بل څه نه دي او افغان ولس د هغه دا ځان غوښتنه نوره نشي زغملای.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي