۰

کابل کې د امریکا سفیر د ټاکنو پر روڼ توب ټينګار وکړ

پنجشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۶
کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر جان بس د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پر شفافیت ټینګار کړی دی.
کابل کې د امریکا سفیر د ټاکنو پر روڼ توب ټينګار وکړ
کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر جان بس د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پر شفافیت ټینګار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بس په په ټویټر کې د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمیسیونه غوښتې دي چې د دې انتخاباتو د بودجې غم وخوري.

هغه ویلي کمېسیون دې په په کومو برخو کې چې مامورین کم وي هغه دې پوره کړي، خپل کسان دې وروزي او د ښځو د تلاشي لپاره دې مېرمنې استخدام کړي.

د امریکا سفیر دغه ټوېټ وروسته له هغې کړی، چې پرون د افغانستان د ټاکنو کمسیون رسمآ اعلان وکړ، چې د تلې شپږمه به یوازې د ولسمشرۍ ټاکنې وکړي.

د کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني و ویل، چې د تخنګي او مالي ستونزو له امله نه شي کولی د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې ټاکنې هم د ولسمشرۍ له ټاکنو سره یو ځای تر سره کړي.

نوموړي ټینګارو کړ، چې د د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې ټاکنې او د ترسره کېدو نېټه به یې بل وخت اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي