پکتیا کې د انسان تښتوونکو ۷ کسیزه ډله نیول شوې

9 جوزا 1398 ساعت 8:19

د ملي امنیت ځواکونو پکتیا ولایت کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د انسان تښتوونکو یوه ډله نیولې او د هغوی له منګولو یې یو ماشوم ژغورلی دی.


د ملي امنیت ځواکونو پکتیا ولایت کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د انسان تښتوونکو یوه ډله نیولې او د هغوی له منګولو یې یو ماشوم ژغورلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت د انسان تښتوونکو ۷ کسیزه ډله نیولې او له دوی یې یو شپږ کلن ماشوم راخوشی کړی دي.

خوشی شوی ماشوم اقبال نومېږي او هغه د تېرې غوایي میاشتې به ۲۲ مه د پکتیا ولایت د احمدآباد ولسوالۍ په همت خېلو سیمه کې د خپل کور له مخې تښتول شوی وو.

انسان تښتوونکو د اقبال له کورنس دوه نیم میلیونه افغانۍ غوښتې او د هغو په برید کې به یې هره ورځ نیول شوي ماشوم ته شکجنه ورکوله.

دغه ماشوم ویلي، انسان تښتوونکو ورته ویل، که چېرې یې کورنۍ ټاکل شوی مقدار افغانۍ ورونه لېږي نو دوی به یې په بې رحمۍ سره ووژني.

سیمه ییز چارواکو دا نه دي ویلي، چې دغه ماشوم څه وخت او چېرته د انسان تښتوونکو له منګولو راخلاص شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116900

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116900/

جمهور
  https://www.jomhornews.com