میدان وردګو کې ۱۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

8 جوزا 1398 ساعت 11:00

سیمه ییز چارواکي وايي، میدان وردګو ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، میدان وردګو ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبې د غبرګولي ۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، پولیس او طالبان تېره شپه د میدان ښار او جلریز پر لار په جګړه سره کېوتل.

سرچینه زیاتوی، چې په دغه جګړه کې د نرخ ولسوالۍ د بادام سیمې لپاره د طالبانو سیمه ییز قومندان صدام په ګډون ۱۲ طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

په دغه خبرپاڼه کې د پولیسو او ولسي وګړو د زیان په اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم طالبانو تر اوسه غبرګون ښودلی.

جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
 
 


د مطلب کود: 116869

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116869/

جمهور
  https://www.jomhornews.com