۰

محب له پاکستاني چارواکو سره پر مهمو امنیتي مسایلو خبرې کوي

چهارشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۳
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب په مشرۍ یو لوړ پوړی امنیتي پلاوی پاکستان ته رسېدلی دی.
محب له پاکستاني چارواکو سره پر مهمو امنیتي مسایلو خبرې کوي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب په مشرۍ یو لوړ پوړی امنیتي پلاوی پاکستان ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې محب او ورسره پلاوی پرون سه شنبې د غبرګولي ۷ مه د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه په رسمي بلنې اسلام آباد ته ورغلي دي.

اسلام آباد کې افغان سفارت وایي، ښاغلی محب په یوه مهمه امنیتي غونډه کې برخه واخلي او له پاکستاني امنیتي چارواکو سره به پر مهمو امنیتي مسایلو خبرې وکړي.

د سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له باجوه سره د رسمي ناستې او خبرو اترو ترڅنګ، ټاکل شوې، محب له ګڼو نورو پاکستاني چارواکو سره هم مهمې خبرې او لیدنې ولري.

باید و ویل شي، چې له محب سره دې رسمي سفر کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي او د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار مرستیال محمد حمید طهماسي ملګري دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي