۰
ډاکتر عبدالله:

ارګ کې اخلاقي فساد ادعا باید هر اړخیزه او جدي وڅېړل شي

دوشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۰
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په ارګ کې د اخلاقي فساد د شوې ادعا په اړه وایي، دا موضوع باید جدي او هر اړخیزه وڅېړل شي.
ارګ کې اخلاقي فساد ادعا باید هر اړخیزه او جدي وڅېړل شي
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په ارګ کې د اخلاقي فساد د شوې ادعا په اړه وایي، دا موضوع باید جدي او هر اړخیزه وڅېړل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې نن دوشنبې د غبرګولي ۶ مه د وزیرانو شورا کې کې خبرې کولې پر یاده موضوع اندېښنه وښوده او ویلي یې ولو چې د اخلاقي فساد په اړه ادعاوې پر ټولنه منفي اغېزکوي.

ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ، چې د اخلاقي فساد په اړه شوې ادعا باید هر اړخیزه وڅېړل شي او هېڅ ډول سیاسي چلند باید ورسره ونه شي.

ده و ویل« که له دې مسئلې سره ساسي چلند وشي دا به د افغان مېرمنو سالم حرکت ته یوه لویه ضربه وي، په داسې حال کې افغان مېرمنې په ټولنه او د خلکو په منځ کې خاص ځای لري او په پوره ایماندارۍ او ژمنې سره د خلکو خدمت کوي، دغه مسله رشتیا هم زیان رسوي چې بیا به د جبران وړ نه وي.»

دا په داسې حال کې ده چې په امنیتي چارو کې د ولسمشر غني پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي پخپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې د ښاغلي غني سلاکار فضلي د پارلماني ټاکنو یو شمېر ښځينه نوماندانې چې له۶۰۰ څخه کمې رایې وړي وې د نامشروع اړیکو له‌ مخې ولسي جرګې ته کامیابې کړي دي.

خو د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري بیا پرون یکشبنه، په ارګ کې د اخلاقي په فساد په اړه د ولسمشر غني د پخواني سلاکار جنرال حبیب الله احمدزي ادعا بې اساسه او دروغ وبلل.

ښاغلي چخانسوري له لوی څارنوالۍ څخه وغوښتل چې د یادې ادعا د ثابتولو لپاره له حبیب الله احمدزي څخه پلټنې وکړي او له احمدزي څخه یې هم وغوښتل چې په دې اړه خپل اسناد او شواهد لوی څارنوالۍ ته وسپاري.

جنرال حبیب الله احمدزی مخکې په امنیتي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار و چې د ولسي جرګې تېرو ټاکنو ته یې تر نوماندېدو مخکې له یادې دندې څخه استعفی وکړه خو به ټاکنو کې برالی نه شو.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي