۰

حنیف اتمر او تادامیچي پر ټاکنو او سوله خبرې کړې دي

پنجشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۱
ولسمشریزو ټاکنو ته د سولې او اعتدال ټيم نوماند حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) مشر تادامیچي یاماماتو سره لیدلي دي.
حنیف اتمر او تادامیچي پر ټاکنو او سوله خبرې کړې دي
ولسمشریزو ټاکنو ته د سولې او اعتدال ټيم نوماند حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) مشر تادامیچي یاماماتو سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر له مطبوعاتي دفتره خبره شوې خبرپاڼه وايي، چې دوه لورو د افغان سولې او ولسمشرۍ ټاکنو په اړه خبرې کړې دي.

سرچینه زیاتوی، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشر تادامیچي یاماماتو په دې لیدنه کې د ټاکنو او سولې په اړه د مرستې ډاډ ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، اتمر هم په دې لیدنه کې سوله او ټاکنې دواړه د افغانستان لپاره مهمې بللې دي او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې دواړو لورو د سولې پر پروسې او همدا راز ټاکنو ته پر چمتووالي بحثونه کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي