۰
امریکايي سناتوران:

خلیلزاد پرمختګ کړی خو مهمه دا ده، چې د سولې موافقه تر لاسه کېدای شي که نه

پنجشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۴
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تړلو دروازو تر شاه د امریکا سنامجلس ته د افغان سولې او طالبانو سره د خبرو په تړاو معلومات ورکړل.
خلیلزاد پرمختګ کړی خو مهمه دا ده، چې د سولې موافقه تر لاسه کېدای شي که نه
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تړلو دروازو تر شاه د امریکا سنامجلس ته د افغان سولې او طالبانو سره د خبرو په تړاو معلومات ورکړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون چهارشنبې د میلادي مۍ میاشتې ۲۲ مه سنا ته غوښتل شوی و او د سناتورانو په خبره چې هغه له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ کړی دی.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جېم ریچ له دې خبرو وروسته، د جریاتو له ورکولو پرته ویلي، خلیلزاد له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ کړی دی.

خو په وینا یې مسله دا ده، چې په دې برخه کې تر څه حده پرمختګ شوی او په خبره یې ایا هغه وروستۍ هدف چې د سولې موافقه ده، تر لاسه کېدی شي؟

په ورته وخت کې دیموکرات سناتور او د یادې کمېټي غړي باب میندزویلي چې د امریکا خلک له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د بېرته ستنېدوغوښتونکي دي او دې هدف ته رسېدل ډېر مهم دي.

هغه دا هم زیاته کړې، چې سولې ته د رسېدو او په دې برخه کې د خلیلزاد خوشبینۍ په اړه د امریکا د استخباراتي ادارو په لید لورو کې ژور اختلاف موجود دی.

دغه راز د انډیانا له ایالته جمهوري غوښتونکی سناتورتاد یانګ له طالبانو سره د سولې په خبرو کې له سپینې ماڼۍ څخه د زیات شفافیت غوښتنه کړې ده.

د یادونې ده، چې خلیلزاد د افغان سولې په تړاو شپږ ځلې په قطر کې له طالبانو سره جرګه شو، چې په وینا یې په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي