۰

د غزني موټر بم برید کې تر ۲۶ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پنجشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۳
د غزني والي وحیدالله کلیمزی وایي، دغه ولایت کې د پروني موټر بم برید له امله تر ۲۶ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېری یې ولسي وګړي دي.
د غزني موټر بم برید کې تر ۲۶ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د غزني والي وحیدالله کلیمزی وایي، دغه ولایت کې د پروني موټر بم برید له امله تر ۲۶ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېری یې ولسي وګړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو پرون چهارشنبې د غبرګولي لومړۍ نېټه د غزني ښار د څلورمې حوزې اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د پي آر آي سیمې ته څېرمه هاموي موټر بم برید وکړ.

د غزني والي وحیدالله کلیمزی وایي، برید کوونکي غوښتل، په ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ او یا هم کومه بله دولتي اداره برید وکړي، خو پولیسو یې هدف ته له رسېدو وړاندې مخه ډب کړې ده.

خو وسله والو طالبانو چې د برید مسوولیت یې پر غاړه اخیستی ویلي، چې دوی د امنیتي ځواکونو د ځانګړې قطعې په مرکز برید کړی او ګڼه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

کلیمزی وايي، په دغه برید کې ټول شپږ تنه وژل شوي، چې دوه په کې بریدګر، دوه امنیتي سرتېري او دوه تنه هم ماشومان دي.

د ده په خبره په برید کې تر ۲۰ زیات کسان ټپیان شوي، چې ۷ تنه په کې پولیس او پاتې نور ټول ولسي وګړي دي، چې ښځې او ماشومان په کې دي.

د پېښې ټپیان ټول روغتونو ته رسول شوي دي خو د روغتیايي حالت په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي