د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا په قطر کې دطالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، په دې لیدنه کې ملا برادر د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي سره د افغانستان په روانو حالاتو، له امریکایانو سره پر مذاکراتو، په افغانستان کې د ملکي تلفاتو پر مخنیوي او بشري مرستو خبرې کړې دي.
نوموړي رسنیو ته په یوه لېږلي بیان کې ویلي، چې پر دې سربیره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د افغانستان په هکله د خپلې پالیسي وضاحت وکړ او د اروپايي ټولنې په استازیتوب یې په افغانستان کې د سولې په برخه کې د مثبت رول لوبولو ډاډ ورکړ.
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به هم د طالبانو سیاسي دفتر سره خپل تماس ته دوام ورکوي.
باید و ویل شي، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي هم په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي او پر افغان سوله او افغانستان د وضعیت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل