کورنیو چارو وزارت وزارت وایي، غزني ولایت کې د طالبانو یو ځايي مهم قوماندان او د چریکي بریدونو مسوول وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د غبرګولي اوله پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه طالب قوماندان او پنځه نور وسله وال د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې وژل شوي.
سرچینه زیاتوی، چې د پولیسو په دې کمین کې قاري بشیر چې په قرباغ ولسوالۍ کې د طالبانو د چریکي بریدونو مسوول و له خپلو پنخو نورو وسله والو سره وژل شوی دی.
کورنیو چارو وزارت وايي، په دې کمین کې د طالبانو یو موټر او دوه میله وسله هم لهمنځه تللې ده.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل