سیمه ییز چارواکي وایي، د هرات اوبه ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله د ولسوال په ګډون ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د غوايي ۲۸ مه د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، چاودېدونکي توکي د سړک د غاړې درول شوي یوه موټر سایکل کې اېښودل شوي او له سیمې د ولسوال د موټر د تېرېدو پر مهال یې چاودنه کړې.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د اوبه ولسوالۍ د ولسوال په ګډون ۱۴ تنه نور په کې ټپیان شوي دي.
هغه وایي، ولسوال سربېرن ټپي شوی او د پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
جمهورخبري آژانس:هرات