د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وایي، چې په افغانستان کې د سولې لپاره د سیمې د هېوادونو اجماع اړینه ده او په دې پروسه کې به د هغوی اندېښنې په پام کې ونیول شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب دغه څرګندونې کابل کې د روسیې له سفیر الیکساندر مانتیتسکی سره په کتنه کې کړې دي.
د ملي امنیت شورا له مطبوعاتي فتره خپره شوې خبرپاڼه وایي، ښاغلي محب د خپل کار په دفتر کې له ښاغلي مانتیتسکي سره ولیدلي او دواړو لورو پر یو لړ مسایلو خبرې اترې وکړې.
سرچینه زیاتوي، چې دواړو لوریو د روسیې په اوفا ښار کې د سیمې هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو تر منځ جوړېدونکې غونډې په اړه هم نظرونه شریک کړل.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي محب له خولې ویل شوي، چې د سولې بهیر اړوند به په سیمه کې اجماع رامنځته شي او د ټولو هیوادونو ممکنه اندېښنې به په نظر کې ونیول شي.
د ملي امنیت سلاکار ډاکتر محب ویلي، چې د اندېښنو د رفع کولو لپاره به نړیوالې ټولنې ته وړاندیزونه وکړي.
په ورته وخت کې سفیر مانتیتسکی همدا راز د افغانستان او روسیې د ډيپلوماټیکو اړیکو له سل کلنۍ خوښي څرګنده کړه او د سولې پروسې لپاره د منطقوي اجماع له جوړیدو یې ملاتړ څرګند کړ.
جمهورخبري آژانس:کابل