۰

میدان وردګو او دایکنډي کې ۱۰ پاڅونوالو وژل شوي

یکشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۶
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو میدان وردګو او دایکنډي ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر پوستو په بریدونو کې ۲۴ ولسي پاڅونک کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې.
میدان وردګو او دایکنډي کې ۱۰ پاڅونوالو وژل شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو میدان وردګو او دایکنډي ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر پوستو په بریدونو کې ۲۴ ولسي پاڅونک کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو د میدان وردګو ولایت د مرکزي بهسود ولسوالۍ په کجاب او د دایکنډي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

د مرکزي بهسودو ولسوال عبدالرحمن توفیق وایي، د کجاب په سیمه کې د شویو بریدونو له امله پنځه ولسي پاڅونوال وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

خو د میدان وردګو امنیه قومانداني وايي، د مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې یې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه تر اوسه معلومات نه دي تر لاسه کړي.

بل خوا د دایکنډي ولایت د پاتو ولسوال سید طاهر اعتمادي ویلي، طالبانو په یاده ولسوالۍ کې هم پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې له امله یې پنځه پاڅونوال وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې، چې یو شمېر پوستې هم د طالبانو لاس ته لوېدلې او لا هم په سمیه کې وضعیت عادي شوی نه دی.

طالبانو میدان وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍ کې  بریدونو پخلی کړی خو د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالۍ په اړه یې څه نه دي ویلي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د مرکزي بهسودو په ولسوالۍ کې یې ۱۳ امنیتي ساتوونکي وژلي او د هغوی څخه یې پنځه پوستې هم نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي