۰

افغانستان له سکاټلنډ نه دویمه نړیواله لوبه وګټله

شنبی ۲۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۴
د ۲۰۱۹ کال د نړیوالو لوبو په درشل کې، چې د روانې میاشتې په پای کې به پیل شي، افغانستان له سکاټلېنډ نه دوهم نړیواله لوبه د دوه منډو په توپیر وګټله.
افغانستان له سکاټلنډ نه دویمه نړیواله لوبه وګټله
د ۲۰۱۹ کال د نړیوالو لوبو په درشل کې، چې د روانې میاشتې په پای کې به پیل شي، افغانستان له سکاټلېنډ نه دوهم نړیواله لوبه د دوه منډو په توپیر وګټله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه پرون په ټاکلي ځايي وخت پیل شوه، چې په کې سکاټلینډ په پنځوس اورونو کې افغانستان ته ۳۱۶ هدف ټاکلی وو.

په توپ اچونه کې افغان لوبډلمشر ګلبدین نایب درې، حمید حسن او افتاب علم دوه دوه سکاټلینډي لوبغاړي سولې وو.

د لوبې په دوهمه پاڼې کې افغانستان په ۴۴.۵ اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۹ منډې کړې خو نوره لوبه د باران له امله ودرول شو.

د باروان ورېدو له امله د ډکورت لویس سیستم پر اساس افغانستان دغه لوبه د دوه منډو په توپیر له سکاټلېنډ څخه وګټله.

د افغان توپوهونکو له لوري رحمت شاه ښه وځلېده او په ۱۱۵ توپونو یې ۱۱۳ منډې وکړې او لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

محمد شهزاد ۵۵، حشمت الله شاهدي ۵۹، او پخواني کپتان اصغر افغان ۲۲ منډې، چې دواړه ناسوځېدلي پاتې شول.

باید و ویل شي، چې له دې وړاندې د افغانستان او سکاټلنډ تر منځ لومړنۍ لوبه د باران په خاطر پرته له کومې نتیجې لغوه شوه.

د یادونې ده، چې افغانستان د دې نه وروسته له ایرلنډ سره هم دوه یو ورځنۍ لوبې لري، چې د روانې میاشتې په ۱۹  او ۲۱ مه به تر سره شي.

دا د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته چې د روانې میاشتې په پای کې به په انګلستان کې پیل شي د افغانستان د چمتوالي لوبې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي