۰

شمالي کوریا نوې لارښود وسله وازمویله

پنجشنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۲
د شمالي کوریا رسمي خبري آژانس د یوې اعلامیې په خبرولو سره ویلي، چې هېواد یې په بریالیتوب سره یوه نوې لاردښودې وسله ازمویلې ده.
شمالي کوریا نوې لارښود  وسله وازمویله
د شمالي کوریا رسمي خبري آژانس د یوې اعلامیې په خبرولو سره ویلي، چې هېواد یې په بریالیتوب سره یوه نوې لاردښودې وسله ازمویلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه خبرپاڼه کې چې نن پنشبې د وري ۲۹ مه خپره شوې راغلي، چې ولسمشر کیم جون اون د دغه تکتیکې وسلې د ازموینې لیدونکی وو.

دغه آژانس زیاته کړې، یاده وسله چې د ځانګړي لارښود الوتک او کوپړیو د لېږد توان لري ډېره لنډه تر سره شوه.

دا د شمالي کوریا او امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر وروستۍ لیدنې وروسته لومړی اقدام دی، چې شمالي کوریا یې د وسلو د ازمویلو په اړه تر سره کوي.

 باید و ویل شي، چې پیونګ یانګ له تېر یوه کال راهیسې د امریکا سره د سولې د تړون په موخه د خپلو وسلو ازموینې درولې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي