۰

پرتګال کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۹ تنه وژل شوي

پنجشنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۴
راپورنه وايي، پرتګال کې د یوې ترافیکي پېښې له امله لسګونو الماني سیلانیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پرتګال کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۹ تنه وژل شوي
راپورنه وايي، پرتګال کې د یوې ترافیکي پېښې له امله لسګونو الماني سیلانیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه د پرتګال په مادیرای جزیره کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د سیلانیانو دغه موټر له سړکه واوښته او چپه شو.

د پرتګال حکومت پر پېښه د خواشنۍ څرګندونو تر څنګ ویلي په دغه بس موټر کې ۵۵ سیلانیان سپاره و، چې ۲۹ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي، د پېښې قربانیان تر ډېره الماني وګړي دي، خو ځینې ځايي کسان هم ښايي په کې وي.

په وژل شویو کسانو کې ۱۷ مېرمنې دي او ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي