۰

ملګري ملتونه: د افغانستان په زندانو کې ربړونه کمه شوې ده

چهارشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۰
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما وايي، د افغانستان په بندخونو کې د ربړونې او شکنجې کچه راټیټه شوې ده.
ملګري ملتونه: د افغانستان په زندانو کې ربړونه کمه شوې ده
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما وايي، د افغانستان په بندخونو کې د ربړونې او شکنجې کچه راټیټه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما دغه څرګندونې د بشري حقونو ډلې د دفتر سره په ګډه نن چهارشنبې د وري ۲۸ مه په یوه خپاره کړي رپوټ کې کړې ده.

دا رپوټ د ۲۰۱۷ کال له جنورۍ د ۲۰۱۸ کال تر پایه د ۲۸ ولایتونو په ۷۷ بندخونو کې له ۶۱۸ بندیانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې د شکنجو په قضیو کې د پام وړ کموالی راغلی، خو لا هم د ربړونې ختمېدو ته اوږده لار پاتې ده.

د راپور پر بنسټ لا هم د ځینو بندخونو په اړه اندېښنې ښته او په پرلپسې توګه ترې د شکنجې او بد چلند راپورونه ورکول کېږي.
راپور کې زیاته شوې، چې ربړونې په اړه د افغانستان ملي پلان پلي کولو کې پرمختګ شوی، خو د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ۳۲ سلنه بند خونو څخه د شکنجې او بدچلند رپورټ ورکړل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، دغه کچه د ۲۰۱۵ کال له جنورۍ د ۲۰۱۶ د ډسمبر تر ۳۱ مې پورې په ورته موده کې ۳۹ وه او دغه راز د ملي امنیت په بنسټونو کې د شکجنې یا بد چلند کچه له ۴۵ نه ۳۱ سلنې ته راټیټه شوې ده.

د یوناما په دغه رپورټ د دولت ضد عناصرو لخوا د جګړې اړوند بندیانو د حالت او له هغوی سره د چلند په اړه بحث نه دی شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي