۰

ننګرهار کې د چت لوېدو ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

چهارشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۵
سیمه ییز ارواکي وایي، د سختو ورښتو له کبله ننګرهار کې د یوه کور چت لوېدلی، چې له امله یې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې د چت لوېدو ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
سیمه ییز ارواکي وایي، د سختو ورښتو له کبله ننګرهار کې د یوه کور چت لوېدلی، چې له امله یې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې دغه پېښه تېره شپه (د وري ۲۷مه) د روداتو ولسوالۍ په منګل کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وینا د چت لوېدو له امله د دغه کورنۍ څلور غړي وژل شوي او دوه نور ټبیان شوي دي.

بل خوا پرون د ننګرهار په اومه ناحیه کې هم سېلابونو یو تن وړی دی.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې له تېرو څو ورځو راهیسې سخت ورښتونه پیل شوي او سېلابونه راوتلي دي.

دغه سېلابونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او دغه راز یې خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي