۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو الفتح عملیات غندلي

سی شنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۱
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو له خوا د الفتیح په نوم د پسرلنیو عملیات د پیل اعلان غندلی او وايي، دغه کار به افغان وژنه نوره هم ډېره کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو الفتح عملیات غندلي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو له خوا د الفتیح په نوم د پسرلنیو عملیات د پیل اعلان غندلی او وايي، دغه کار به افغان وژنه نوره هم ډېره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې شورا په یوه خبرپاڼه کې چې ټولو غړو په یوه خوله تصویب کړې راغلي، په افغانستان کې د سولې لپاره یو بې جوړې فرصت رامنځ ته شوی او ټول ښکېل اړخونه باید ترې ګټه واخلي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د سولې د خبرو پر مهال د عملیاتو اعلان یوازې جګړې تودوي او د عامو افغانانو وژنه ډېروي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کړی، چې له اوسني فرصته ګټه واخلي او په بین الافغاني خبرو کې ګډون وکړي.

باید و ویل شي، چې وسله والو طالبانو د تېرې جمعې په ورځ د الفتح په نوم د پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان وکړ.

طالبانو دغه اعلان پر داسې مهال وکړ، چې د ملګرو ملیتونو امنیت شورا په تازه اقدام کې د طالبانو پر ۱۱ مشرانو د سفر بندیزونه لرې کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي