۰

ولسمشرغنی د امریکايي سناتورانو له یوه پلاوی سره کتلي

یکشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۰
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د سنا مجلس د غړو له یوه پلاوي سره کتلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.
ولسمشرغنی د امریکايي سناتورانو له یوه پلاوی سره کتلي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د سنا مجلس د غړو له یوه پلاوي سره کتلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ پر خپله پاڼه لیکلي، چې ولسمشر پرون شنبې د وري ۲۴ مه په ارګ کې له امریکايي سناتورانو سره ولیدل.

د ارګ په معلوماتو کې ویل شوي ولسمشر غني او امریکايي سناتورانو، ډګ جونز، جک ريډز او جین شاهین د سولې پر روان بهیر، دولتي اصلاحاتو، راتلونکو ټاکنو او ځینو نورو مسایلو خبرې وکړې.

ارګ زیاتوي، امریکايي سناتورانو د افغانستان د راتلونکو ټاکنو لپاره د امریکا د ملاتړ ژمنه تکرار کړه او د سولې له بهیره یې هم د ملاتړ ژمنه وکړه.

دغه امریکايي سناتورانو ویلي، دوی په افغانستان کې د داسې سولې ملاتړ دي، چې په کې افغانان د خپل برخلیک واک ولري او د افغان مېرمنو حقوق په کې خوندي وي.

سرچینه زیاتوي، ولسمشر غني د راغلو میلمنو د راتگ او ژمنو مننه وکړه او د امریکا او د افغانستان ترمنځ د دوامدارې همکارۍ دپاره ېې د امریکا د ولس نه هم مننه وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي