ځینې سرچینې وايي، امریکا متحده ایالت په پام کې لري، چې په افغانستان کې له سولې وروسته په جنګ ځپلو ولایتونو کې سترې ټولګټې پروژې پلې کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي په همدې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، په افغانستان کې د امریکا پرمختیايي ادارې یا (USAID) ته یو لیک لېږلی دی.
د امریکا پرمختیايي اداره کې باوري سرچینو رسنیو ته ویلي د بهرنیو چارو وزارت په دغه لیک کې یادې ادارې ته امر شوی، چې په افغانستان کې د بیارغونې پروزې د نویو پیلېدونکو پروژو پیل ونه کړي.
سرچینه زیاتوي، دغه ادارې ته ویل شوي، چې دوی باید له سولې وروسته افغانستان باندې فکر وکړي او د لویو او وړو پروژو لپاره پروپوزلونه تر لاسه کړي.
کابل کې د امريکا پرمختيايي اداره کې باخبرې سرچينې وايي چې د (سولې وروسته افغانستان ) لپاره به نويو او سترو پروژو کې جګړه ځپلو ولايتونو ته لومړيتوب ورکړل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل