۰

کرکټ بورډ کې راپورته شوې ستونزه حل شو، فضلي او اضغر سره ولیدل

سی شنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۹
د افغانستان په کرکټ بورډ کې د لوبډل مشر د بدلون پر سر راپورته شوې ستونز حل او د دغه بورډ عمومي مشر عزیر الله فضلي د ملي لوبډلې له پخواني لوبډل مشر اصغر افغان سره ولیدل.
کرکټ بورډ کې راپورته شوې ستونزه حل شو، فضلي او اضغر سره ولیدل
د افغانستان په کرکټ بورډ کې د لوبډل مشر د بدلون پر سر راپورته شوې ستونز حل او د دغه بورډ عمومي مشر عزیر الله فضلي د ملي لوبډلې له پخواني لوبډل مشر اصغر افغان سره ولیدل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کرکټ بورډ څو ورځې وړاندې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لرې او پر ځای یې د لوبو د درې واړه فارمټونو (شل اوریزه، پنځوس اوریزه یا یو ورځنۍ او ټسټ یا څلور ورځنیو لوبو) لپاره درې لوبډل مشران وټاکل.

کرکټ بورډ د پنځوس اوریزه لوبو لپاره ګلبدین نایب، د شل اوریزه لوبو لپاره راشد خان او د ټسټ لوبو لپاره رحمت شاه لوبډل مشران وټاکل.

د کرکټ بورډ دغه پرېکړې ته د افغان مینه والو تر څنګ د ملي لوبډلې دوه مشهورو لوبغاړو او ستورو محمد نبي او راشد خان چې دا مهال د هند په تجارتي لوبو کې لوبېږي غبرګون وښود او دا پرېکړې یې پر ځای ونه بللې.

د افغان مینه والو او د نبي او راشد په وینا په دې حساس پړاو کې چې نړیوال جام ته یوازې دوه میاشتې پاتې دي، د لوبډلمشر بدلون به د ټیم په مورال ناوړه اغېز ولري او سیمې لوبې به ونه شي کړای.

خو کرکټ بورډ په ځواب کې و ویل، چې دوی نړیوال جام ته د تیاري او د کرکت د نور پرمختګ لپاره له تېرو څلورو میاشتو راهیسې پر دې غور پیل کړی وو چې څنګه کولی شي پرمختګ وکړي او نړیوال جام ته ښه لوبډله چمتو کړي.

د کرکټ بورډ مشر عزیز الله فضلي په یوه مرکه کې ویلي و، چې پر یوه لوبډلمشر د درې واړه فارمټونو مشري درند بار و نو ځکه بورډ اړ شو، چې د هر یوه لپاره ځانګړ ته لوبډل مشر وټاکه.

د بورډ او کرکټ مینه والو تر منځ دغه ناندرۍ او په کرکټ بورډ کې یاد ستونزه له څو ورځو راهیسې پر خواله رسنیو ښکته پورته کېږي.

خو کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بورډ مشر عزیزالله فضلي د پخواني لوبډلمشر اصغر افغان سره ولیدل او دواړو د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړې.

د کرکټ بورډ عمومي رییس عزيزالله فضلي ویلي چې په لوبډله کې یې له رامنځ ته شويو بدلونونو څخه موخه د کرکټ پرمختګ دی.

کرکټ بورډ دا هم زیاته کړې، چې اصغر افغان به ډېر ژر د ملي لوبډلي په تمريناتي کمپ کې د ګډون لپاره د سهيلې افریقا په لورې سفر وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي