سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بغلان ولایت کې یو کس خپله مېرمن او ځوانه ورېره (د ورور لور) په ډزو وژلې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پېښه د بغلان ولایت د مرکز پلخمري په مربوطاتو کې رامنځ ته شوې ده.
د بغلان د پولیسو ویاند احمد جوید بشارت وايي، یو کس خپله مېرمن او ورېره په ډزو وژلې او یوه بله ښځه یې ټپي کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې برید کوونکي تر پېښې وروسته له سیمې تېښتنه کړې او تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل نه دی معلوم.
بشارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي پولیسو پلټنې پیل کړې تر څو د پېښې اصلي لامل معلوم او مجرم کس ونیسي.
جمهورخبري آژانس:بغلان