۰

بادغیس کې ۳۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چهارشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۷
د هېواد لوېدیځ کې د پوځ چارواکي وايي، بادغیس ولایت کې د هوايي بریدونو پر مهال ۳۳ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بادغیس کې ۳۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د هېواد لوېدیځ کې د پوځ چارواکي وايي، بادغیس ولایت کې د هوايي بریدونو پر مهال ۳۳ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پوځي چارواکي زیاتوي، طالبانو پرون سه شنبې د وري ۱۳ مه له غرمې وروسته د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

په لوېدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول رادو ویاند عارف رضايي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې طالبانو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او د جګړې پر مهال پرې پوځ هوايي بریدونه وکړل.

د نوموړي په وینا په دغه هوايي بریدونو کې ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۳ تنه تپیان او یوه اندازه سولې، مهمات او نقلیه وسایط یې له منځه وړل شوي دي.

نوموړي د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل او نه هم طالبانو تر اوسه څه ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې امنیتي چارواکو وړمه ورځ د فراه په بکواه ولسوالۍ کې هم د جګړې پر مهال پوځ پر طالبانو هوايي بریدونه کړي او لسګونو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي