۰

بغلان کې یو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

یکشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۱
د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو بغلان ولایت کې یو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او دوه نور قاتلین یې نیولي دي.
بغلان کې یو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو
د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو بغلان ولایت کې یو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او دوه نور قاتلین یې نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د وري ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه ځوان د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کې تښتول شوی وو.

که څه هم سرچینې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وایي، پولیسو د دغه ځوان د خوشي کولو لپاره ځانګړي عملیات کړي او هغه یې د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وایي، د بغلان د امنیه قومندانۍ پولیسو په همدې ولسوالۍ کې د دوه تنو د وژلو په تړاو دوه نور کسان نیولي دي.

سرچینه زیاتوي، چې له دغه کسانو سره دوه میله وسله (کلاشنکوف او کره بین) هم د پولیسو لاس ته ورغلي او نیول شوي کسان تر پلټنو لاندې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي