۰

ملګرو ملتونو د ترهګرو ملاتړو هېوادونو د محاکمه کېدو پرېکړلیک تصویب کړ

شنبی ۱۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۲
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه پرېکړه لیک تصویب کړو چې پر مټ به یې د ترهګرۍ ملاتړي هېوادونه محاکمه کېږي.
ملګرو ملتونو د ترهګرو ملاتړو هېوادونو د محاکمه کېدو پرېکړلیک تصویب کړ
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه پرېکړه لیک تصویب کړو چې پر مټ به یې د ترهګرۍ ملاتړي هېوادونه محاکمه کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پرېکړه لیک د یادې شورا په غونده کې د رایو په اکثریت سره تصویب شوی او په کې ویل شوي، چې د ترهګرۍ ملاتړي هېوادونه به محاکمه او مجازات کېږي.

په پرېکړه لیک کې ویل شوي، چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید خپل مالي سیستمونه منظم کړي او هغه مالي سرچینې په نښه کړي چې ترهګرې ډلې ترې استفاده کوي.

اعلامیه کې راغلي، هغه هېوادونه به پېژندل کېږي، چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي او تر هغه وروسته به د محکمې مېز ته حاضرېږي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دې لیک له مخې هېوادونه اړ دي چې د تورو پیسو د مینځلو پر وړاندې هم جدي او هر اړخیز ګامونه اوچت کړي.

ملګري ملتونه دغه پرېکړه لیک پر داسې مهال تصویبوي، چې تر دې وړاندې یو شمېر هېوادونه د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په تور پېژندل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي