۰
موګاریني:

اروپايي ټولنه له پاکستان سره په ګډه د افغان سولې لپاره کار کوي

سی شنبه ۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۵
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره فدریکا موګاریني وايي، دوی له پاکستان سره په ګډه کار کوي، تر چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي.
اروپايي ټولنه له پاکستان سره په ګډه د افغان سولې لپاره کار کوي
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره فدریکا موګاریني وايي، دوی له پاکستان سره په ګډه کار کوي، تر چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن موګارني چې پرون دوشنبې د وري ۵ مه پاکستان ته تللې دغه څرګندونې د یاد هېواد له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په یوه کډ خبري کنفرانس کې وکړي.

نوموړي د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان رول ارزښتناک وباله او ویې ویل، چې په دغه هېواد کې سوله نه یوازې اسلام آباد بلکې اروپايي ټولنې ته هم ګټوره او خورا مهمه ده.

هغې ټینګار وکړ، چې اروپايي ټولنه د افغان سولې له بهیره ملاتړ او له پاکستان سره په ګډه کار کوي، چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي.

د اروپايي ټولنې د بهرني پالیسۍ مشرې زیاته کړه، دغه ټولنه هڅه کوي، چې په افغانستان کې ښکېل اړخونه سولې ته وهڅوي او سوله ټینګه شي.

په ورته وخت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له مېرمن موګارني سره ژمنه کړې، چې هېواد به یې د افغانستان د سولې په بهیر کې خپل مسوولیت ادا کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي