۰
عطامحمد نور:

د جوزا له اولې وروسته اوسنۍ حکومت مشروعیت نه لري/ د ولسمشرۍ نوماندان او سیاسیون باید د قدرت د خلا د مخینوي لپاره طرحه جوړه کړي

دوشنبه ۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۰
د جمعیت ګوند اجرائیه رییس او د سولې او اعتدال ټیم د رهبرۍ غړي استاد عطامحمد نور د ولسمشرۍ پر نوماندانو او سیاسیون غږ وکړ، چې په هېواد کې د قدرت د خلا د مخینوي په موخه یوه طرحه چمتو کړي.
د جوزا له اولې وروسته اوسنۍ حکومت مشروعیت نه لري/ د ولسمشرۍ نوماندان او سیاسیون باید د قدرت د خلا د مخینوي لپاره طرحه جوړه کړي
د جمعیت ګوند اجرائیه رییس او د سولې او اعتدال ټیم د رهبرۍ غړي استاد عطامحمد نور د ولسمشرۍ پر نوماندانو او سیاسیون غږ وکړ، چې په هېواد کې د قدرت د خلا د مخینوي په موخه یوه طرحه چمتو کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي نور چې نن دوشنبې د وري ۵ مه د مارشال محمد قسیم فهیم د تلین په یاد غونډه کې وینا کوله و ویل، چې د جواز په لومړی نېته د ملي یووالي حکومت دوره پای ته رسېږي او له هغې وروسته دا حکومت مشروعیت نه لري.

نوموړي زیاته کړه، د دې لپاره چې د جوزا له اولې وروسته د قدرت خلا رامنځ ته نه شي، نو باید د ولسمشرۍ نوماندان او سیاسیون یوه معقوله او منطقي طرحه چمتو او د قدرت د خلا څخه مخینوی وکړي.

ښاغلي نور و ویل«ولسمشر په خپله ویلي، چې د اساسي قانون سره سم د جوزا له اولې وروسته یوه ورځ هم کار نه کوم، اوس موږ هم د جوزا له اولې نېټې وروسته یوه ورځ د کار اجازه نه ورکو، زما د ولسمشرۍ له نوماندانو او سیاسیون غوښتنه ده، چې د قدرت د خلا د مخنیوي لپاره یوه معقوله او منطقي طرحه وړاندې کړي.»

نوموړي په خپلو خبرو کې د سولې مسالې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې د سولې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د ملي یووالي حکومت مشرتابه دی او د خپل قدرت په خاطر نه غواړي، چې په هېواد کې سوله ټینګه شي.

د هغه په وینا سوله د ولس لومړنۍ اړتیا ده او دوی په خپل ټول توان د سولې د ټګښت لپاره هڅه کوي او ان دې ته هم چمتو دي، چې که د سولې په خاطر د سرپرست او موقت حکومت لپاره هم قرباني ورکړي.

هغه و ویل«که د سوله مساله د سرپرست او موقت حکومت جوړېدو ته اړتیا ولري موږ چمتو یو دغه قرباني ورکړو تر څو طالبان په ابرومندانه توګه راشي او په قدرت کې شریک شي.»

نوموړي زیاته کړه، چې په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره په ټول توان د سولې ملاتړ کوي او د حکومت د هر ډول لجاجت پر وړاندې به تر پایه پورې مبارزه وکړي.

ښاغلي نور د خپلو خبرو په بله برخه کې حکومت ته خبرداری ورکړ، چې له بلخ سره پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او نور د ولس پر وړاندې له زور او د خنجر له ایستلو مخنیوی وکړي.

هغه د بلخ د امنیه قوماندان د بدلون موضوع ته په اشارې سره و ویل، چې حکومت په دې موضوع کې هڅه کوله جګړه رامنځ ته کړي، ښار ته اور واچوي، خو په وینا یې دوی په سیاسي درایت سره د حکومت د دغه شوم پلان مخه ونیوله.

د جمعیت ګوند سرپرست و ویل«په دې کار سره حکومت غوښتل پړه پر ما واچوي، او بیا مو په ملي او نړیواله کچه نوم بدی کړي، خو موږ یې د دې کار مخه ونیوله، اوس هم پر حکومت غږ کوم، چې خپلې کړې ژمنې عملي کړي، د ولس پر وړاندې له زور او ټوپک کارونې لاس په سر شي، په بلخ کې چې دوی د ولس پر وړاندې وسله راویست د شرم کار دی، موږ انتظار کو، چې له اسدالله خالد او ښاغلي اندرابي سره کړې ژمنې عملي شي که نه شوه، نو بیا هره ډول ګزینه زموږ په لاس کې ده او کار به ترې واخلو.»

هغه د خپلو خبرو په پای کې د ولسمشر غني په مشرۍ دولت ساز ټیم، دولت ساز نه بلکې تابوت ساز وباله او د سولې او اعتدال ټیم یو پیاوی او بریالی ټیم وباله.

استاد عطامحمد نور زیاته کړه، چې د سولې او اعتدال ټیم یو پیاوړی او بریالی ټیم دی، چې کولی شي په راتلونکې کې د امنیت، سولې، کارموندې او د میلیونو غلاو د مخینوي لپاره هغه څه چې د ملت غوښتنه ده، ګټور تمام شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي