۰

د هلمند د ملي امنیت مرستیال د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه

دوشنبه ۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۱
سیمه ییز چارواکي وايي، د هلمند ولایت د ملي امنیت مرستیال آصف خان، چې د بزګر د ورځې د جشن پر مهال په یوه چاودنه کې ټپي شوی و، ساه ورکړې ده.
د هلمند د ملي امنیت مرستیال د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه
سیمه ییز چارواکي وايي، د هلمند ولایت د ملي امنیت مرستیال آصف خان، چې د بزګر د ورځې د جشن پر مهال په یوه چاودنه کې ټپي شوی و، ساه ورکړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د تېرې شنبې د وري ۳ مه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د بزګر د ورځې په جشن کې دوه چاودنې وشوې، چې له امله یې څلور تنه و وژل شول او ۳۱ نور ټپیان شول.

په وژل شویو او ټپیانو کې د هلمند ولایت یو شمېر سیمه ییز چارواکي هم و، چې یو پکې د ملي امنیت مرستیال آصف خان وو.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، آصف خان په دغه چاودنه کې ژر ټپونه اخیستي و، چې نن دوشنبې د وري ۵ مه یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

بل خوا لښکرګاه کې د اېمرجنسی روغتون یوې سرچینې ویلي، چې د وړمې ورځې په چاودنو کې ۴۵ تنه ټپیان شوي، چې د ځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي