۰

ننګرهار کې د طالبانو مهم قوماندان ملا تراب نیول شوی دی

دوشنبه ۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۴
کورنیو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم قوماندان ملا تراب د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
ننګرهار کې د طالبانو مهم قوماندان ملا تراب نیول شوی دی
کورنیو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم قوماندان ملا تراب د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزات نن دوشنبې د وري ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ملا تراب تېره شپه د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ د چمتلي په کلي کې نیول شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې له ملا تراب سره یو ځای درې نور وسله وال هم له یو میل وسلې او یو عراده موټر سایکل سره نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، ملا تراب په سرخردو ولسوالۍ کې ترهګر فعالیتونه درلودل او د طالبانو د ۴۰ کسیزه ډلې مشري یې کوله.

سرچینه زیاتوي د پولیسو د ځانګړو ځواکونو په دې عملیاتو کې ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی.

بل خوا کورنیو چارو وزارت ویلي، چې پولیسو د لوګر ولایت په مرکز کې د ځانمرګو بریدونو دوه واسکټونه هم کشف او تر لاسه کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي