۰

ننګرهار کې چاودنې شپږ ملکي وګړي ټپیان کړل

دوشنبه ۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۴
په ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله شپږ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي، چې ټول ښځې او ماشومان دي.
ننګرهار کې چاودنې شپږ ملکي وګړي ټپیان کړل
په ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله شپږ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي، چې ټول ښځې او ماشومان دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د وري ۵ مه سهار مهال د مرکز جلال آباد ښار د لومړی ناحیې اړوند سیمه کې کامران پلازا ته څېرمه د یوه شخصي معاینه خونې مخې ته شوې ده.

عیني شاهدان وايي، چاودېدونکي توکي د معاینه خونې مخې ته ځای پر ځای شوی و، چې د چاودنې له امله یې درې ښځې او درې ماشومان ټپیان شوي دي.

دوی وايي، ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د ننګرهار چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم مسوولیت چا اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي