۰
سیاسي شنوونکي:

ښايي حکومت افغان سیاسیون قطر ته له سفره راوګرځوي

دوشنبه ۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۶
یو شمېر سیاسي شنوونکي په دې باور دي، چې طالبان ښايي په قطر کې د دوی او افغان سیاسیون تر منځ ناستې ته د افغان حکومت د استازو له ورتګ سره مخالفت وکړي او ویې نه مني.
ښايي حکومت افغان سیاسیون قطر ته له سفره راوګرځوي
یو شمېر سیاسي شنوونکي په دې باور دي، چې طالبان ښايي په قطر کې د دوی او افغان سیاسیون تر منځ ناستې ته د افغان حکومت د استازو له ورتګ سره مخالفت وکړي او ویې نه مني.

د شنوونکو په بارو همدا مساله ښايي د دې سبب شي، چې افغان حکومت هم هغه سیاسیونو ته قطر ته د سفر اجازه ورنکړي، چې ټاکل شوې له طالبانو سره پر سوله جرګه شي.

ویل کېږي د افغان سیاسیون او طالبانو تر منځ پر افغان سوله دوهم غونډه به د روانې وري میاشتې په ۲۵ مه نېټه د قطر پلازمېنه دوحه کې تر سره شي.

ځینې سرچینې وايي، دغه غونډې ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغان سیاسیون ۸۰ کسیزه پلاوی هم چې د افغان حکومت استازي به هم په کې وي، ورتلونکی دی.

د حنیف اتمر په مشرۍ سولې او اعتدال د ټاکنیز ټیم ویاند قادرشاه جمهور خبري آژانس ته تایید کړه، چې د قطر غونډې ته به ښاغلی اتمر او یو شمېر نورې سیاسي څېرې ورشي.

نوموړي و ویل، چې په دې ناسته کې به ټول بحثونه د اسلامي جمهوري نظام په چوکاټ کې وي چې د بیان آزادي، د ښځو حقوق او د بشر حقوق په کې سرې کرښې دي او خبرې به پرې ونشي.

خو د سیاسي چارو شنوونکي وحید مژره جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د قطر د ناستې مهمه موضوع به د افغانستان راتلونکي حکومت پر سر وي.

د هغه په وینا په تېرو ناستو کې هم پر دې خبرې شوې وې، چې څه ډول سولې ته رسېدی شو، تېرې کړنې هېرې او یو نوی افغانستان جوړ شي، او دا ځل به یې مهمه موضوع همدا د افغانستان راتلونکی حکومت وي.

نوموړي ویلي په دې ناسته کې به پر دې هم خبرې وشي، چې آیا طالبان د افغان حکومت له استازو سره خبرې کوي که نه، یا دا چې راتلونکی حکومت به څه ډول وي هم خبرې وشي.

دا چې طالبان د څه ډول نظام غوښتنکي دي مژده و ویل«طالبان له نورو سره په ګډه اسلامي نظام غواړي.»

د مژره په باور طالبان ښايي دا ځل هم د افغان حکومت له استازو سره خبرې کول ونه مني او دا ښايي د دې سبب شي، چې افغان حکومت هم افغان سیاسیون ته اجازه ورنکړي، چې قطر ته سفر وکړي.

جمهورخبري آژانس:وحیدفرزان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي