۰

مالي کې ۱۳۰ تنه په وسله وال برید کې وژل شوي

یکشنبه ۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۰
راپورونه وايي، د مالي هېواد پلازمېنه کې د یوه وسله وال برید پر مهال ۱۳۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
مالي کې ۱۳۰ تنه په وسله وال برید کې وژل شوي
راپورونه وايي، د مالي هېواد پلازمېنه کې د یوه وسله وال برید پر مهال ۱۳۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رویټرز راپور ورکړی، چې دغه برید نن سهار شاوخوا ۴ بجې د مالي د مرکز اړوند د اوګوساګو په کلي کې رامنځ ته شوی دی.

په راپور کې ویل شوي وسله والو کسانو دغه کلی کلابند کړی و او سهار څلور بجې یې پرې برید کړی دی، چې په ترڅ کې یې ۱۳۰ تنه وژل شوي.

د یادې سیمې یوه ښاروال رویټرز ته ویلي په دغه وسله وال برید کې د اوګاسوګو کلی په مکمل ډول تخریب شوی دی.

باید و ویل شي، چې په تېره جنوري میاشت کې هم په یوه وسله وال برید کې ۱۰ کسه وژل شوي و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي