۱

محب د افغانستان ډپلوماتیک راج نسکور کړ

یکشنبه ۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۷
افغانستان په تېرو ۱۸کلونو کې له ډپلوماتیک اړخه دومره نه‌ و راغورځېدلی لکه نن چې د یوه جګپوړي حکومتي چارواکي د ناسنجول شویو څرګندونو له امله راپرېوت.
محب د افغانستان ډپلوماتیک راج نسکور کړ
افغانستان په تېرو ۱۸کلونو کې له ډپلوماتیک اړخه دومره نه‌ و راغورځېدلی لکه نن چې د یوه جګپوړي حکومتي چارواکي د ناسنجول شویو څرګندونو له امله راپرېوت.

افغانستان نن سبا له داسې ستونزو سره مخ دی چې حل یې ډېر دقت او لوړې سیاسي پوهې ته اړتیا لري، ځکه لا هم د افغانستان پټ او ښکاره دوښمنان په دې هڅه کې دي چې د سولې لپاره روانې هڅې او هلې ځلې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي او افغانستان د سیمې په کچه د خپلو سیالیو له‌پاره په یوه نیابتي جګړه کې ښکېل وساتي.
 
د افغانستان اوسني وضعیت ته په پام اړینه ده چې د لویو ګټو خوندي کولو په پار او په سیاسي کچه له خپلو شریکانو سره د اړیکو نه‌خرابېدو په موخه هره خبره په پوره پام او ځیرکۍ وشي. له دې پرته هر ډول څرګندونه او د ځینو مسئلو توجیه‌کول او یا پر وړاندې یې سنګرنیونه د وارخطايۍ په معنا اخستل کېږي چې خامخا د لوریو ترمنځ بې‌باوري رامنځ ته کوي، د دې وارخطایۍ یوه څرګنده بېلګه د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په وروستیو څرګندونو کې ښه احساسولای شو.
 
نوموړي څه باندې اوونۍ مخکې داسې ناسنجول شوې څرګندونې لرلې چې له کبله یې د امریکا غوسه راوپارېده او غبرګون یې وښود. د نوموړي له څرګندونو څخه داسې برېښېده چې غني او حکومت یې د سولې په رابطه د امریکا له هڅو ناراضه دی او داسې انګېرې چې ګواکې څنډې ته شوي دي.
 
محب وویل چې له طالبانو سره د امریکا خبرې د سولې لپره مناسبه لاره نه ‌ده او د حکومت مشروعیت په اړه پوښتنې راپورته کوي. نوموړي یوازې په دې خبرو بسنه ونه ‌کړه، بلکې پر خلیل‌زاد چې د افغان سولې لپاره د امریکا د یوه باصلاحیته استازي په توګه هڅه کوي، هم تور پورې کړ چې د سولې په خبرو کې خپلې شخصي ګټې پالي او د افغان حکومت د څنډې ته کولو په هڅه کې دی.
 
محب همداراز د ټولو ډپلوماتیکو معیارونو خلاف دا هم و ویل چې خلیل‌زاد د داسې یوې لنډمهالې ادارې د جوړولو په لټه کې دی چې مشري په خپله وکړي.

دغو څرګندونو سمدستي د امریکا غوسه وپاروله او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت محب احضار کړ او د دې وزارت مرستیال ډېوېډ هېل ورته وويل چې پر زلمي خليل‌زاد بريد د امریکا په بهرنيو چارو وزارت بريد دى او دا راز څرګندونې د دوه‌اړخيزو اړيکو او سولې بهير پر وړاندې خند جوړولای شي.
 
دلته پر اعتماد د تکیه کولو خبره شوې او محب پوه کړل شوی چې هوايي ډزې دې نه ‌کوي او رامنځ ته شویو باورونو ته دې زیان نه‌اړوي، اوس چې د ملي یووالي حکومت کاري دوره په قانوني لحاظ د پای ته رسېدو په حال کې ده، ډېری منتقدین د سولې پر وړاندې د غني او محب سنګرنیونو ته د حکومت د دوام هڅه وايي.
 
د دوی په باور حکومتي چارواکي د ځینو ستونزو او سوء تفاهمونو په رامنځ ته کولو سره له یوې خوا غواړي د سولې هڅې سبوتاژ کړي او له بلې خوا د ځان په ګټه نمایشي انتخابات وکړي او ښايي له همدې کبله ويي چې د ټاکنو د ترسره کېدو نېټه هم وځنډول شوه، خو اوس ولس په هر څخه پوهېږي او نه‌غواړي چې تر ټاکلې مودې وروسته دا موجوده حکومت چې له پیله د مشروعیت له بحران سره مخ دی، خپل کار ته دوام ورکړي.
 
افغانان چې د اعتماد ساتلو پر پوره اصل باورمن دي، د محب دغو څرګندونو ته هېښ وو او دا يې ویل چې د دومره لوړپوړي چارواکي له‌پاره په کار ده چې د خبرې ځای او لوری وپېژني او مخامخ له خپل لوري سره خبره شریکه کړي، نه دا چې ترې ډنډوره سازه شي او او د ګټې وټې مسئله دې په کې مطرح وي.
 
حمدالله محب د خپلو څرګندونو په دوام په خپلو وروستیو ټويټونو کې ډېر نرم موقف غوره کړی او دا يې په اثبات رسولې چې ناسنجول شوې خبره یې کړې ده.
 
نوموړي په خپل یوه ټویټ کې ویلي، هغه هېوادونه چې د افغانستان شریکان دي او پر افغانستان یې پانګونه کړې د افغانانو په څېر رښتینې او تلپاتې سوله غواړي او بیا په بل ټویټ کې وايي چې د افغانستان خلک او حکومت له امریکا سره د اړیکو ارزښت پېژني او په ځانګړي ډول د افغانستان له ملي امنیتي ځواکونو سره د امریکا د مرستې منندوی دي.
 
اوس خبره دا ده که چېرې یو څوک دغسې یو باور ولري؛ بیا نو سیاسي پوهه يې باید اجازه ورنه‌کړي چې دغسې ناسنجول شوې څرګندونې وکړي؛ هغه هم په داسې نازکو شرایطو کې چې د سولې غوټې د سپړل کېدو په حال کې دي، مګر دا چې موخه او هدف یې د افغانستان بربادي او په قدرت کې د خپل بادار پاتې کېدل وي؛ هغه هم د داسې بادار پاتې کېدل چې ډېر ژر به یې لاسونه د ده (محب) تر ګریوانه راچاپېر شي.

سید میلاد ژمن


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي