۰
مایکل روبین:

خلیلزاد له طالبانو سره د کړو ژمنو معلومات افغان حکومت ته نه دي ورکړي

یکشنبه ۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۶
واشنګټن ایګزامینر د مایکل روبین په نوم د یوه لیکوال هغه مقاله خپره کړې ده، چې سرلیک یې دی د زلمي خلیلزاد چلند تر دې، چې د افغانستان د وایسرای په توګه عمل وکړي هم بد دی.
خلیلزاد له طالبانو سره د کړو ژمنو معلومات افغان حکومت ته نه دي ورکړي
واشنګټن ایګزامینر د مایکل روبین په نوم د یوه لیکوال هغه مقاله خپره کړې ده، چې سرلیک یې دی د زلمي خلیلزاد چلند تر دې، چې د افغانستان د وایسرای په توګه عمل وکړي هم بد دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لیکوال دغه لیکنه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هغه څرګندونو ته په اشارې کړې، چې پر خلیلزاد یې د افغان سولې په برخه کې سختې نیوکې وکړې.

محب په واشنګټن کې رسنیو ته ویلي و، چې خلیلزاد د سولې په خبرو کې افغان حکومت څنګ ته کړی او پر ځای د دې چې حکومت ته مشروعیت ورکړي، طالبانو ته مشروعیت ورکوي.

هغه خلیلزاد په افغانستان کې د واک په تر لاسه کولو هم تورن کړی و او ویلي یې وو، خلیلزاد هڅه کوي، ځان د افغانستان وایسرای کړي.

لیکوال مایکل روبین په دغه مقاله کې ویلي خلیلزاد واشنګټن ته تر ستنېدو وروسته دا نیوکې رد کړې، خو دی وايي، د زلمي خلیلزاد چلند تر دې چې د افغانستان د وایسرای په توګه عمل وکړي، هم بد دی.

روبین په دې مقاله کې دا هم ویلي، چې خلیلزاد تر دې وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي، په بهرنیو چارو کې د هند د دولت له وزیر، د ناروي د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال، واشنګټن کې د پاکستان او برېتانیا له سفیرانو سره هم پر افغان سوله خبرې وکړې.

خو په وینا یې نوموړي تر اوسه پورې د افغانستان منتخب ولسمشر محمد اشرف غني ته د هغو ژمنو په اړه معلومات نه دي ورکړي چې له طالبانو سره یې کړي دي.

لیکوال ورځپاڼې ته لیکلي«د زلمي خلیلزاد لپاره دا چې افغانستان ځینو اقداماتو او تعهداتو ته ژمن کړي، د دې هېواد د اساسي قانون ځینې مادې یوې خوا ته کړي او یا دا چې ښايي د دې هېواد د ولسمشرۍ انتخابات وځنډوي، همداسې څه دي لکه څوک چې د وایسرای په توګه عمل کوي.»

هغه زیاته کړې، د افغانستان د منتخب حکومت یوې خواته کول او له طالبانو سره د شویو خبرو په جزیاتو یې نه خبرول، داسې څه دي لکه خلیلزاد چې طالبانو ته بریا ورکوي.

واشنګټن ایګزامینر دغه مقاله پر داسې مهال خپروي، چې خلیلزاد تازه د افغان سولې په تړاو د روسیې، چین او اروپايي ټولنې له استازو سره هم واشنګټن کې ناسته درلوده او خبرې یې ورسره کړې دي.

خلیلزاد تر دغه ناستې وروسته په خپل ټوېټر لیکلي د روسیې او چین له استازو سره په ناسته کې هوکړه شوې، چې د افغانستان حاکمیت ته به درناوی کوو.

نوموړي زیاته کړې« موږ اعلان وکړ چې د افغانستان خپلواکۍ ته احترام لرو، سوله د ټولو افغانانو لپاره غواړو، د داسې یو افغانستان غوښتونکي یو چې هېڅ کله زموږ په وړاندې ګواښ پکې ونه اوسي.»
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي