۰
تادین خان:

د بارکزي د قاتلینو د نیولو پلټنې او هڅې روانې دي

یکشنبه ۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۸
د کندهار امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان وايي، په خپل ټول توان به هڅه وکړي، چې د اروزګان د استازي عبیدالله بارکزي قاتلین پیدا او قانون ته یې وسپاري.
د بارکزي د قاتلینو د نیولو پلټنې او هڅې روانې دي
د کندهار امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان وايي، په خپل ټول توان به هڅه وکړي، چې د اروزګان د استازي عبیدالله بارکزي قاتلین پیدا او قانون ته یې وسپاري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ولسي جرګه کې د اروزګان ولایت استازی عبیدالله بارکزی پرون شنبې د وري ۳ مه د کندهار ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا په یوه غلچکي برید کې و وژل شو.

د کندهار امنیه قوماندان تادین خان وايي، د دوی لومړنۍ څېرنې ښيي، چې بریدګرو تر برید وړاندې له بارکزي سره پر تلېفوني خبرو کې هغه له خپلو ساتونکو لرې کړی او وروسته یې پرې ډزې کړې دي.

نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي« عبیدالله بارکزی پر سوله مین، د ولس رښتینی استازی او د خلکو خواخوږی وو، زه د هغه د قاتلینو د نیولو او موندلو لپاره خپلې ټولې هڅې کوم او قاتلینو ته به یې حتمي سزا ورکوم.»

د کندهار امنیه قوماندان وايي، دا مهال په ټول کندهار ښار کې د پلټنو ټیمونه پر څېړنو او د بارکزي د قاتلینو موندلو لګیا دی او جزیات به وروسته له ولس سره شریک شي.

باید و ویل شي، چې د عبیدالله بارکزي د وژلو مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی خو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي