په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، وسله والو طالبانو فاریاب ولایت کې یوه مېرمن له دولت سره د همکارۍ په تور وژلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغلته د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاده پېښه پرون شنبې د وري ۳ مه د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د کته قشلاق په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، وسله والو طالبانو دغه مېرمن چې څلور ماشومان ترې پاتې دي د دولت سره د همکارۍ په تور په ناتار ډزو وژلې ده.
دوی وایي، طالبانو تر دې وړاندې هم په سرپل ولایت کې یوه مېرمن له دولت سره د همکارۍ په تور وژلې وه، په داسې حال کې، چې پر دوی لګېدلي تورنه بې بنسټ دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:فاریاب