۰

سوریه کې د داعش د بشپړې ماتې اعلان شوی دی

یکشنبه ۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۶
د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو په دغه هېواد کې د داعش د وروستي تم ځای په نیولو سره د داعش د بشپړې ماتې اعلان وکړ.
سوریه کې د داعش د بشپړې ماتې اعلان شوی دی
د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو په دغه هېواد کې د داعش د وروستي تم ځای په نیولو سره د داعش د بشپړې ماتې اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادو ځواکونو پرون شنبې د وري ۳ مه د باغوز چې د داعش وروستۍ تم ځای وو د نیولو خبر ورکړ او ویې ویل، چې داعش بشپړ مات شو.

د سوریې دیموکراتیک ځواکونه وايي، د باغوز د نیولو په عملیاتو کې چې څو اوونۍ مخکې پیل شوي و، سل داعشیان تسلیم شوي هم دي.

د دغه ځواکونو ویاند مصطفی باي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د سوریې دیموکراتیک ځواکونه سل په سلو کې د اسلامي دولت ډلې د ماتې او خلافت د له منځه تلو چې په خپل سر یې اعلان کړی وو خبر ورکوي.

د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو ویاند مصطفي بالي زیاته کړې تر هغه وخته به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي څو دا ډله په بشپړ ډول له منځه نه وي تللې.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د مارچ په ۲۲ په سوریه کې د داعش د واکمنۍ د ختمید اعلان کړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي