پخواني ولسمشر حامد کرزي په واشنګټن کې د امریکا، روسیې، چین او اروپايي ټولنې استازو تر منځ پر افغان سوله د ګډې ناستې هرکلی کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا، چین، روسیې او اروپايي ټولنې استازي له تېرې چهارشنبې ورځې راهیسې واشنګټن کې پر افغان سوله ناسته درلوده، چې پرون جمعه د وري ۲ مه پای ته رسېدلې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ناستې ګډونوالو په یوه خوله په افغانستان کې پر تل پاتې سولې او په دغه هېواد کې د جګړې پر پای ته رسولو ټينګار کاوه.
پخواني ولسمشر کرزي هم د دغه ناستې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د نړۍ د سترو هېوادونو تفاهم او همکاري د افغانستان د سولې او ثبات لپاره مهم عنصر دی.
د نوموړي پر فسبوک پاڼه لیکل شوي، چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې په راوستو کې د افغانانو تر منځ د همه شموله او ريښتني بین الافغاني مذاکراتو رول حیاتی ګڼي او د هغو پر ملاتړ او تقویت ټینګار کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل