۰

د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی وژل شوی دی

شنبی ۳ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۱
په ولسي جرګه کې د اروزګان ولایت استازی عبیدالله بارکزی په کندهار ولایت کې د ناپېژانده وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی وژل شوی دی
په ولسي جرګه کې د اروزګان ولایت استازی عبیدالله بارکزی په کندهار ولایت کې د ناپېژانده وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  پر بارکزي نن شنبې د وري درېیمه کندهار ښار کې غلکچي برید شوی او نوموړی وژل شوی دی.
د کندهار امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان ویلي پر بارکزي د کندهار ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د نامعلومه وسله والو له خوا برید شوی او وژل شوی دی.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو د بارکزي ساتونکو ویلي کله چې بارکزی له موټر څخه ښکته کېدو موټر سایکل سپرو وسله والو پرې ډزې وکړې او هغه یې و واژه.

دغه ساتونکو دا هم ویلي، چې دوی پر برید کوونکو متقابلې ډزې وکړې خو هغوی له سیمې په تېښته بریالي شول.

تر اوسه د عبیدالله بارکزي د وژلو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه پېښه په دوی پورې اړه نه لري.

باید و ویل شي، چې عبیدالله بارکزی له تېرو ۸ کلونو راهیسې په ولسي جرګه کې د اروزګان د خلکو استازی و خو دا ځل یې ځان له کابله ولسي جرګې ته نوماند کړی وو.

بارکزی ۶۰ کاله عمر درلود او یو له هغه کسانو و، چې په تلوېزیونو بحثونو کې به یې تل پر امریکا، پاکستان او د سیمې پر نورو هېوادونو سختې نیوکې کولې او دوی یې د افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې عاملین بللل.

د یادونې وړ ده، چې د بارکزي زوی هم تېر کال کابل کې د یوه ډلیز وسله وال برید په ترڅ کې وژل شوی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي