۰

پخوانی امریکايي طالب له بنده خوشی کېږي

چهارشنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۰
یو پخواني امریکايي طالب چې په ۲۰۰۲ مېلادي کال کې د افغان طالبانو له ډلې د ملاتړ په جرم زنداني شوی و ټاکل شوې په مې میاشت کې خوشی شي.
پخوانی امریکايي طالب له بنده خوشی کېږي
یو پخواني امریکايي طالب چې په ۲۰۰۲ مېلادي کال کې د افغان طالبانو له ډلې د ملاتړ په جرم زنداني شوی و ټاکل شوې په مې میاشت کې خوشی شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جان واکر لیندا له طالبانو د ملاتړ په جرم مجرم وبلل شو او د شل کاله بند سزا ورته واورول شوه.

دا پخوانی وسله وال په ۲۰۰۱ مېلادي کال کې د ترهګرۍ پر ضد د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف د جګړې د پيل وروسته د یوې امریکايي استخباراتي ادارې له لوري نیول شوی و.

د پارن پالیسۍ د راپور له مخې نوموړی د نیول کېدو پر مهال ۲۰ کلن و چې د طالبانو په یوه ډله کې شامل و.

راپور وايي، د دې کال په جریان کې د واکر خوشي کېدل به ممکن امنیتي ادارو ته په ټوله نړۍ کې سرخوږی راپید کړي ځکه هغه تر دې دمه پر خپل دریځ کلک ولاړ دی او دداعش ډلې په اړه یې هم مخالف نظر نه دی ورکړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي