۰

کابل کې د امریکا سفیر له افغان سیاسیون سره پر سوله خبرې کړې

چهارشنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۵
کابل کې د امریکا سفیر جان باس له یو شمېر افغان سیاسي څېرو او د مدني ټولنې له استازو سره جلا جلا کتلي او پر سوله یې ورسره خبرې کړې دي.
کابل کې د امریکا سفیر له افغان سیاسیون سره پر سوله خبرې کړې
کابل کې د امریکا سفیر جان باس له یو شمېر افغان سیاسي څېرو او د مدني ټولنې له استازو سره جلا جلا کتلي او پر سوله یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جان باس او افغان سیاسیون او مدني فعالانو دغه ناستې پاتې د روانې اوونۍ په ترڅ کې تر سره شوي دی.

کابل کې د امریکا سفیر په خپل ټوېټر لیکلي، چې په دغه کتو کې یې له دوی سره د افغانستان د سولې په ځانګړي د بین الافغاني مذاکراتو له پاره د امریکا د هڅو په اړه خبرې اترې کړي دي.

نووړي ویلي، چې دې خبرو کې د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره له حکومت او سیاسي څېرو جوړ د یوه ګډ پراخ بنسټه ټیم د جوړولو پر اهمیت ټینګار شوی دی.
باس پر داسې مهال له افغان سیاسیون سره پر سوله خبرې کوي، ویل کېږي، کېدای شي د روانې میلادي میاشتې په پای کې د پخواني ولسمشر کرزي په مشرۍ د افغان سیاسیون یوه ډله قطر کې له طالبانو سره پر سوله خبرې وکړي.

بل خوا ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په پای کې امریکا او طالبان یو ځل بیا په قطر کې سره جرګه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي