۱

کابل‌بانک؛ د غني هېره شوې ژمنه

دوشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۹
په تېرو څو کلونو کې د کابل‌بانک پر قضيې چوپه خوله پاتې کېدل دا راڅرګندوي چې جمهور رئیس غني د خپل کار په پیل کې له دې قضیې څخه د سیاسي ګټې د اوچتولو په هڅه کې و او غوښتل يې د لندن په کنفرانس کې د نړیوالو د ملاتړ راجلبولو له‌پاره ترې غوښنه استفاده وکړي.
کابل‌بانک؛ د غني هېره شوې ژمنه
په تېرو څو کلونو کې د کابل‌بانک پر قضيې چوپه خوله پاتې کېدل دا راڅرګندوي چې جمهور رئیس غني د خپل کار په پیل کې له دې قضیې څخه د سیاسي ګټې د اوچتولو په هڅه کې و او غوښتل يې د لندن په کنفرانس کې د نړیوالو د ملاتړ راجلبولو له‌پاره ترې غوښنه استفاده وکړي. هغه ورځې یادوو چې نړیواله ټولنه په حکومت کې د اوچت فساد د شتون له کبله دې ته نه ‌وه چمتو چې نور له افغانستان سره په خلاص مټ مالي او اقتصادي مرستې ته زړه ښه کړي.

اشرف غني د خپل حکومت په لومړیو کې ژمنه کړې وه چې دا قضیه به تصفیه کوي، خو ترننه یې کوم څرګند څرک نه‌ دی لګېدلی او لا هم هېڅوک په دې نه ‌پوهېږي چې د دغه بانک برخلیک څنګه شو؟ ایا له پوروړو پیسې واخستل شوې او که نه؟
کابل‌بانک په ۱۳۸۸لمریز کال کې د نامعلومو او غیرقانوني پورونو په ورکولو له ماتې سره مخ شو او وروسته د ماليې وزارت په چوکاټ کې یې د نوي کابل‌بانک په نوم خپل فعالیت له سره ونیو. دې بانک کې له نهه سوه ملیونه ډالرو زیات تاوان ور اوښتی و چې ټولې د خلکو سرمايې او پانګې وې.

غني واک ته تر رسېدو وروسته د کابل‌بانک د پوروړو دوسیه او قضیه بیرته پرانسته او په دې برخه کې یې د جدي اقداماتو ژمنه وکړه.  په ۱۳۹۳لمریز کال کې د افغانستان سترې محکمې د یوې نهايي پرېکړې له مخې شیرخان فرنود د کابل‌بانک رییس او خلیل‌الله فیروزي د کابل‌بانک مرستیال، هر یو د لسو کلونو له‌پاره په بند محکوم او دواړه د پنځه‌سوه ملیونه ډالرو په ورکولو مکلف کړل.

د سترې محکمې د پرېکړې له مخې باید د نورو مقروضینو ملکیتونه تر هغه پورې منجمد شوي وای چې دوی بېرته پيسې نه‌وي سپارلې. ولس د دې پرېکړې هرکلی وکړ او تمه يې درلوده چې ژر تر ژره دا پیسې راټولې شي. خو دا دی وروسته له څو کلونو لا هم د دې پورونو د ترلاسه کولو په اړه ولس ته څه نه‌دي ويل شوي.

ولس هغه وخت د جمهور رئیس غني د حکومت پر ژمنو او پرېکړو شکمن شو او په دې برخه کې يې د حکومت هڅه سیاسي وګڼلې چې خلیل‌الله فیروزی د دې پر ځای چې په زندان کې وای له زندان څخه خوشې شو او د لوړپوړو دولتي چارواکو په حضور کې يې د ۹۸ملیونه ډالرو په ارزښت د هوشمند ښارګوټي د جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده. خلیل‌الله فیروزی هغه څوک و چې د محکمې په ورځ يې همدغه حکومت ملامت کړ چې د کابل‌بانک په قضیه کې يې سیاسي چلند کړی دی.

کومې څېړونکې ډلې چې د کابل‌بانک قضیه تعقیبوله د محاکمو پریکړې له اعلان وروسته وویل چې د کابل بانک له لویو پوروړو څخه شپږو کسانو ژمنه ورکړې چې خپل پورونه به پرې کړي. هغه وخت له ارګه په یوه خبرپاڼه کې و ویل شول چې د کابل‌بانک قضیې دا شپږ کسان تر ۷۲ملیونه ډالرو زیات پوروړي دي.

تر اوسه نه د پوروړو د پور پرې کولو په اړه څه ويل شوي او نه هم د ټول پور په اړه چې له نهه‌سوه ملیونه ډالرو څخه زیات وو. د پورونو مسئله هغه وخت اندېښمنوونکې شوه چې شیرخان فرنود په زندان کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ. ځکه د دې پورونو یوه ډېره برخه باید هغه پرې کړې وای. د خواشینۍ ځای دا دی چې په دې اړه  لا هم څه نه ‌دي ویل شوي.

خلک خوشحاله وو چې د یووالي حکومت مشر ښاغلی غني به د کابل‌بانک قضیه په اساسي ډول تعقیب، پورونه به یې راوګرځوي او بانکي حیثیت به اعاده کاندي، خو اوس دا دی کابو پنځه کاله پس وینو چې د کابل‌بانک قضیې د حسابونو تسویې او تصفیې کوم څرګند څرک نه ‌لګېږي. 

سید میلاد ژمن
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي