۰

اندونیزیا کې سېلابونو ۵۰ کسان وژلي دي

یکشنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۱
اندونیزیا کې له سختو وروښتو وروسته سېلابونه راوتلي، چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې او لسګونه کورونه یې زیانمن کړي دي.
اندونیزیا کې سېلابونو ۵۰ کسان وژلي دي
اندونیزیا کې له سختو وروښتو وروسته سېلابونه راوتلي، چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې او لسګونه کورونه یې زیانمن کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سېلابونه د اندونیزیا په ختیځ پاپوا ولایت کې راوتلي، چې له امله یې ۵۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اندونیزیا د ژغورنې ډلې وايي، د سېلابونو راوتلو له امله ۵۹ نور کسان ټپیان شوي هم دي او دغه راز یو شمېر نور لادرکه دی، چې دوی یې د موندلو په لټه کي دي.

چارواکي دا هم وايي، چې د سېلابونو راوتلو سره ځمک ښوېدنه هم شوې او لسګونه کورنه یې زیانمن کړي دي.

د اندونیزیا د طبیعي پېښو ادارې ویره ښودلې ده چې د ژغورنې د عملیاتو په بشپړېدو سره ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېره لوړه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي