کابل ښار کې پر یوه شخصي موټر چاودنه شوې، خو تر اوسه د چاودنې نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د کب ۲۵ مه سهار ۸:۳۰ بجې د کابل د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په کوټه سنګي سیمه کې شوې ده.
چاودنه پر یوه کرولا ډول موټر د کوټه سنګي تر پله لاندې رامنځ ته شوې، خو تر اوسه یې د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
ځینې راپورونه وايي، چاودنه د چسپکي ماین له امله رامنځ ته شوې، خو ځینې بیا زیاتوي، چې چاودنه د موټر د کاز ډبې د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.
تر اوسه امنیتي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل