۰

خوست کې نامعلومه وسله والو یو خبریال ټپي کړی دی

شنبی ۲۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۲
سیمه ییز چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو خوست ولایت کې پر یوه ځای خبریال وسله وال برید کړی او هغه یې ټپي کړی دی.
خوست کې نامعلومه وسله والو یو خبریال ټپي کړی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو خوست ولایت کې پر یوه ځای خبریال وسله وال برید کړی او هغه یې ټپي کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون جمعه د کب ۲۴ مه د خوست ښار او مندوزیو ولسوالۍ تر منځ پر غځېدلې لار رامنځ ته شوې.

دغه خبریال سلطان محمود خيرخواه نومېږي او پرون له خوست ښار څخه مندوزیو ولسوالۍ ته په لار و، چې پر موټر یې وسله والو برید کړی دی.

د خوست خبریالان وايي، ژورنالېست خیرخواه په دغه برید کې په سر لګېدلی او ټپي سخت شوی دی.

سلطان محمود خيرخواه اوسمهال په سيمه ييز ټلوېزيون ژمن کې دنده درلوده او تر دې مخکې يې په يو شمېر نورو محلي دولتي او غير دولتي مطبوعاتو کې دنده ترسره کړې وه.

د ژمن ټلوېزیون مشر روح الله امین وايي، له خیرخواه سره په دغه پېښه کې د هغه زوی هم ټپي شوی، چې روغتیايي حالت یې ښه دی.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په یوه اوونۍ کې دوهم ځل دی، چې پر خبریالانو برید کېږي.

تر خیر خوا درې ورځې وړاندې هلمند ولایت کې پر خبریال نثار احمد احمدي هم چاودنه وشوه، چې سخت یې ټپي کړ.

په روان مېلادي کال د معلوماتو له‌ مخې تر دامهاله درې افغان خبریالان د ناڅرګندو وسله والو لخوا وژل شوي دي.

که څه هم خبریالانو او د هغوی اړونده ټولو په وار وار له حکومت څخه غوښتي، چې د ژورنالستانو امنیت او ژوند ته جدي پاملرنه وکړي، خو تر اوسه کوم جدي کار نه دی کړی.

جمهورخبري آژانس:خوست
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي