۰
اوچا:

کندهار، هلمند او فراه کې وروستیو سېلابونو کابو ۹ زره کورنۍ ځپلې

سی شنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۳
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، په کندهار، هلمند او فراه کې د وروستیو سېلابونو ۸۹۰۰ کورنۍ ځپلې دي.
کندهار، هلمند او فراه کې وروستیو سېلابونو کابو ۹ زره کورنۍ ځپلې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، په کندهار، هلمند او فراه کې د وروستیو سېلابونو ۸۹۰۰ کورنۍ ځپلې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه اداره زیاتوي، سېلاب ځپلې کورنۍ یې د ملګرو ملتونو او غیر حکومتي ادارو د یوه ګډ ټیم له خوا تر اوسه تثبیت شوې دي.

اوچا زیاته کړې، چې د امنیتي اندېښنو له امله لا هم د کندهار په ۹ ولسوالیو او د فراه ښار د باندې د سېلاب ځپلو په اړه پلټنې نه دي بشپړې شوې او ښايي د سېلاب ځپلو کورنیو شمېر له دې هم زیات شي.

د اوچا په دې شپږ راپور کې چې پرون دوشنبې د کب ۲۰ مه ماښام خپور شوی راغلي، چې وروستیو سېلابونو یوازې په کندهار ښار کې ۴۶۹۸ کورنۍ زیانمنې کړې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې په یاد ولایت کې وروستیو سیلابونو ۱۸۵۵ کورنه په بشپړه توګه ویجاړ کړي او ۲۸۴۱ یو څه ویجاړ شوي دي.

دغه راز په دې راپور کې ویل شوي چې د هلمند په مرکز لښکرګاه، نهر سراج، ناوې او نادعلي ولسوالیو کې ۱۰۹۲ کورنۍ سېلابونو ځپلې.

سرچینه وايي، په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۲۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا ثبت شوې او هلته لا هم پلټنې نه دي بشپړې شوې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر پر بنسټ فراه ښار کې بیا ۳۲۰۵ کورنۍ سېلاب ځپلې چې ۱۶۰۱ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او همدومره نور لږ یا ډېر زیانمن شوي دي.

راپور وايي، د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې هم د تیرې شنبې (کب ۱۸مه) په دریو کلیو کې سېلابونو د خلکو فصلونو ته زیان رسولی دی.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې په تېرو دوه اونیو کې وارو او بارانونو ۱۹ ولایتونه ځپلي دي، چې د دولت د طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو پر اساس ۶۱ تنو په کې ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸۳ نور ژوبل شوي دي.

دا وزارت وايي، په دغو ۱۹ ولایتونو کې په سیلابونو کې ۸۱۶۳ کورونه بشپړ ویجاړ شوي ۱۴۸۱۸ نورو کورونو ته زیان رسېدلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي